برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۰ مرداد , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

اوتونبایوا: د ښځو د ښکلا د سالونونو تړل د افغانستان اقتصاد ګواښي

د ملګرو ملتو د سرمنشي ځانګړي استازي وويل: د ښځو د ښکلا د سالونونو تړل د بې وزلۍ د کمولو او د اقتصادي پراختيا په لاره کې يو شاته ګام دى.


د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا په افغانستان کې د ښځو د ښکلا د سالونونو بندیز د بې وزلۍ د کمولو او د اقتصادي ودې په لاره کې یو خنډ وباله.

اوتنبایوا وویل چې د طالبانو پریکړه په غیر متناسب ډول د ښځینه متشبثینو اغیزه کوي او د بې وزلۍ د کمولو او اقتصادي بیارغونې په وړاندې یو خنډ دی.

اوتونبایوا زیاته کړه چې د ښکلا د سالونونو پر فعالیت بندیز د اوسنیو چارواکو له ژمنو سره په ټکر کې دی چې د ښځو د تشبث ملاتړ کوي.

په افغانستان کې د ښکلا پر سالونونو بندیز وروسته له ۶۰ زرو څخه زیاتې ښځې ښایي خپلې دندې له لاسه ورکړي او له ۱۲۰۰۰ څخه زیات د ښکلا سامان کاروبارونه به وتړل شي.

د طالبانو د دې پرېکړې په غبرګون کې د کار نړیوال سازمان په افغانستان کې د ښځو په اشتغال کې د پام وړ کموالی خبر ورکړی دی.

د کار د نړیوال سازمان د شمېرو له مخې د افغانستان په تېر حکومت کې شاوخوا ۲۳ سلنه ښځو دولتي دندې درلودې.

شاوخوا دوه اونۍ وړاندې د طالبانو د فواید عامې وزارت اعلان وکړ چې په ټول افغانستان کې د ښځو د ښکلا د سالونونو خاوندان یوه میاشت وخت لري چې خپل سالونونه وتړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي