برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۸ اسفند , ۱۴۰۰ لنډ لینک :

اندرابي: د سیاستوالو د بلنې کمیسیون عومفریبی ده؛ طالبان باید بنسټیز ګامونه پورته کړي

آریانانیوز: د افغانستان د کورنیو چارو پخواني وزیر مسعود اندرابي د طالبانو په مشرۍ د حکومت د کابینې پرېکړې د سیاستوالو د بلنې د کمېسیون د جوړېدو په اړه غبرګون وښود او ویې ویل چې دا له عوامفریبی پرته بل څه نه ده.


اندرابي په ټویټر کې لیکلي: د طالبانو لخوا د سیاستوالو د بیا راستنولو لپاره د کمیسیون ټاکل د دوی عوامفریبی ده او د هیواد د بنسټیزو ستونزو د حل لپاره یوه ناکامه هڅه ده.

هغه ټینګار وکړ : که طالبان په خلکو باور لري، باید د ملکي خلکو له وژلو او شکنجه کولو څخه لاس واخلي. د یوه ټول شموله حکومت د جوړولو، د انتخاباتو د ترسره کولو او د نظام د غیرمرکزي کولو لپاره لومړني ګامونه پورته کړئ.

په همدې حال کې د طالبانو د واکمنۍ کابینې په خپله وروستۍ غونډه کې د مولوي شهاب الدین دلاور په مشرۍ له هیواد څخه د وتلو افغان شخصیتونو سره د اړیکو او بیا راستنولو لپاره یو کمیسیون جوړ کړ.

شریک یي کړئ!