برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۸ اردیبهشت , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

امنیتي ځواکونه له جګړې پرته ولس په توپونو ولي

آریانانیوز: دیورپوټ له مخی د میدان وردګو ولایت د ولایتي شورا یو تن وکیل وایي، په دې ولایت کې پرته له دې چې د مخالفینو له لوري له امنیتي ځواکونو سره کومه نښته رامنځته شي، دولتي سرتېري د ولسي وګړو کورونه په توپونو ولي
شریف الله هوتک، چې د عسکرو له لوري د وروستیو توغول شویو توپونو په پایله کې د زیانمن شویو ولسي وګړو د پوښتنې په موخه روغتون ته تللی، وایي، نن له روژه مات یوازې پنځلس دقیقې وړاندې د امنیتي ځواکونو له لوري يو کور په ډي سي توپ لګېدلی او د ښځو په ګډون څلور تنه پکې ټپیان شوي
هوتک له جګړې پرته په یوه سیمه کې د ولسي وګړو په نښه کول له ولس سره ښکاره دښمني بولي او وايي «ميدان وردګو ولايت کى بې عدالتي ترحده اوښتې، مونږ به له خپلو ولسونو او ځوانانو سره تر مشورو وروسته د محلي ادارى د ټولو خپلسريو او بى عدالتیو پروړاندى غږ اوچتوو
د نوموړي په خبره، په دې وروستیو کې د وردګو ولایت د مرکز ميدانښار، نرخ ، سيدآباد او چک ولسوالیو د اکثریت سیمو اوسېدونکي د بې هدفه ډي سي ړندو توپونو او هاوان مرمیو له توغولو تر پوزې راغلي دي او که دا کار دوام پیدا کړي، د ولس او حکومت تر منځ به شته فاصله لا پسې زیاته شي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي