برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۰ آذر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

امنیتي ځواکونه حق لري چې معترضان وځپي

آریانانیوز: عطامحمدنور چې بېګاه د ترکمن قوم د پیوستون شورا او د شمال یوشمېر مجاهدینو په غونډه کې چې د هېواد د وضعیت په اړه جوړه شوې وه د خبرو پر مهال عبدالله عبدالله «پر کړکېچ جوړولو او د هېواد ګواښلو» تورن کړ او له خلکو یې وغوښتل چې امنیتي ځواکونه په سړکونو کې بوخت نه کړي
نوموړي زیاته کړه، «زه ډاډه یم چې زموږ اتل ځواکونه به دوی ته وخت او فرصت ور نه کړي؛ ځکه له یوې خوا اړتیا ده چې سنګر تود او د جګړې لومړۍ کرښې وساتي او دې خوا ته یې دوی په دننه کې بوخت کړي. نو حق لري چې ویې ځپي
عطامحمد نور که څه هم لاریونونه د خلکو مدني حق بولي، خو وايي چې باید د «شخصي موخو» ته د رسېدو لپاره باید ونه شي
دا په داسې حال کې ده چې د عبدالله عبدالله په مشري د ثبات او همپالنې ټیم پلویانو نن په ټاکنو کې د درغلیو او د کمېسیون د نه بې‌طرفۍ له کبله په کابل کې لاریون وکړ.

شریک یي کړئ!