برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۵ اسفند , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

امریکا: په افغانستان کې د عملیاتو لپاره د کابل رضایت ته اړتیا نه لرو

آریانانیوز: سپینې ماڼۍ اعلان کړی چې امریکا نور په افغانستان کې د پوځي عملیاتو لپاره د کابل رضایت ته اړتیا نه لري.


سپینې ماڼۍ د پوځي ځواک د کارولو د قانوني او سیاسي چوکاټ په اړه په یوه راپور کې ویلي: د نړیوالو قوانینو له مخې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو تر وتلو مخکې د کوربه هېواد رضایت په هغه هېواد کې د ترهګرۍ ضد عملیاتو اساس و.

سپینې ماڼۍ زیاته کړه: له افغانستان څخه د متحده ایالاتو د وتلو په پایله کې د شرایطو له بدلون څخه وروسته، متحده ایالات په هغه رضایت باندې تکیه نه کوي چې مخکې ورکړل شوی و.

متحده ایالاتو ادعا کړې چې که افغانستان د دې هیواد له خاورې څخه د متحده ایالاتو په وړاندې رامینځته شوي ګواښونو سره د مقابلې لپاره اراده یا توان ونلري، متحده ایالات حق لري چې له خپلې خاورې په دفاع کې اړین او متناسب ځواک وکاروي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن تر دې مخکې ویلي وو چې متحده ایالات چمتو دي چې د اړتیا په صورت کې د تروریستي ګواښونو پر وړاندې له پوځي ځواک څخه کار واخلي.

د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې د میداني شرایطو له مخې له طالبانو سره د امریکا د دخالت د کمولو هوکړه لاسلیک کړه.

څه موده وړاندې طالب چارواکو د هېواد په هوايي حریم کې د بهرنیو الوتکو له ګزمې سره مخالفت وکړ او امریکا یې د دوحې د هوکړې اصلي سرغړونکې بللې وه.

شریک یي کړئ!