د سولې اړوند د مذاکرتو د پيل په اړه طالبانو پرلپسې پر دې خبره ټینګار کړی چې له بهرنیانو سره مخامخ خبرې غواړي او هغوی به د خپلو ځواکونو د وتلو مهالویش ترتیبوي.
د افغان حکومت له لوري د سولې اړوند پرلپسې تکرارې رسنیزې څرګندونې د دې علت نه شوې چې طالبان دې يې په ځواب وارزوي، په ورته وخت کې افغان چارواکو هم پخپلو خبرو کې کله هم د بهرنیانو اړوند څه نه دي ويلي.
تازه په منځنۍ او جنوبي اسیا کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس ولز داسي اشارې ورکړي چې ځیني څرګندیږي امریکا له طالبانو سره مخامخ خبرو ته تیاره ده. (رویټرز، امریکا غږ)
هغې دا هم ويلي، چې په دې خبرو کې يې د خپلو ځواکونو د وتلو د مهال ويش په ګډون ټول هغه موارد ځای په ځای کړي، چې په ترڅ کې به يې طالبانو ته د جګړې د غزولو پلمه پاتې نه شي.
ولز منلې چې جګړه په جګړه پای ته نه رسېږي او باید سیاسي حل کې يې هڅې وشي.
د هغې په وینا حاضره ده چې د طالبانو دا پلمه له منځه یوسي او د خپلو پوځيانو مهالويش هم خبرو کې داخل کړي.
دا لومړی ځل دی چې امریکا د خپلو ځواکونو د وتلو په اړه د مهالویش یادونه کوي.