برخه -څانګه : afghanistan, politics, security, social
د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۱۱ دی , ۱۳۴۸ لنډ لینک :
ازبکستان کې د امریکا سفیر اعلان وکړ چې دواړه هېوادونه د افغان پوځ د پخوانیو الوتکو د برخلیک په اړه هوکړې ته رسېدلي دي.
ازبکستان کې د امریکا سفیر جاناتن هینک، ازبک رسنیو ته ویلي دي چې تاشکند او واشنګټن د افغانستان د پخواني پوځ د پوځي الوتکو په اړه موافقې ته رسېدلي دي.
هینک څرګنده کړه: دا الوتکې هېڅکله د افغانانو نه وې، بلکې د امریکا متحدو ایالتونو پورې اړه لري او افغان پوځ ترې کار اخیستی، خو مالکیت یې تل له امریکا سره و.
د دغه تړون له مخې به د افغانستان د پخواني پوځ ۴۶ الوتکې او چورلکې په ازبکستان کې پاتې شي.
له بلې خوا طالبان ادعا کوي چې دا الوتکې د افغانستان دي او باید بېرته دغه هېواد ته ورکړل شي.
په افغانستان کې د جمهوريت نظام له سقوط وروسته افغان پیلوټان له ۴۶ پوځي الوتکو سره ازبکستان ته وتښتېدل.