برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۳۰ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

امریکایانو شیرزادو کې ۱۰ تنه ولسي وګړي ووژل

آریانانیوز: د ننګرهار په شيرزادو کې امریکايي ځواکونو په شپنیو عملیاتو کې ۱۰ تنه ملکي وګړي وژلي.



د شیرزادو د پیټلاو سیمې اوسېدونکي وايي چې امریکایانو تېره شپه پر کورونو چاپه ووهله، چې په پایله کې يې ۱۰ تنه ووژل شول.

د ننګرهار ځايي چارواکو په یاده سیمه کې د «عملیاتو» پخلی کړی خو د تلفاتو په اړه يې خوله پټه نیولې.
طالبانو د بهرنیانو دا جنایت غندلی، طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پخپله ټویټر پاڼه شیرزادو کې پر ملکي تلفاتو خواشيني ښوودلې.
دا په داسې حال کې دی چې دوه ورځې وړاندې شیرزادو ته څېرمه د خوږیاڼو په وډیسار کې امریکایانو او افغان عسکرو ۱۶ ولسي وګړي ووژل او څلور نور يې ټپیان کړل.
نږدې یوه اوونۍ وړاندې هم په خوږياڼو کې یو روغتیايي مرکز د حکومتي ځواکونو له لوري په راکټو وویشتل شو.
د عامې روغتيا رياست د ولسواليو د روغتيايي خدماتو مسوول ډاکتر شفيق الله شفق ويلي و، دغه کلینیک د خوږياڼو په شیرزادو کې و، چې ۹۵ سلنه ودانۍ او وسایل يې له منځه یووړل شول.
د دې روغتیايي مرکز نړول، د ننګرهار ځايي چارواکو منلي و، دعوه يې کړې وه، چې د طالب سرتېرو مرکز يې له منځه وړی دی.
دلته مېشتو بهرنیانو په ننګرهار کې د ملکي تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي.

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي