برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۸ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

امریکایانو بیاپه کندهارکی 10 تنه ملکي وګړي ووژل

آریانانیوز: د کندهار د شاولیکوټ ولسوالۍ اوسېدونکي وايي امریکايي عسکرو تېره شپه په لوړه شاوبه سیمه کې چاپه وهلې، ۱۰ تنه ملکي وګړي يې وژلي او ۱۲ نور يې ژوندي وړي دي.


د دوی په وینا په دې چاپه کې هغه کارګر وژل شوي چې له هلمند او روزګانه د کار لپاره راغلي و.
د هلمند ځايي چارواکو لا تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي، خو طالبانو د پېښې پخلی کړی دی.
طالبانو په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، په پېښه کې څلور تنه نور ټپیان شوي هم دي او همدرانګه د کلیوالو دوه موټر او ګڼ موټرسایکلونه سوځېدلي دي.
په افغانستان کې مېشتو بهرنیانو په دې تړاو څه نه دي ويلي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي