برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۹ خرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

امريکا په افغانستان کې د ناامنيو لامل دي

د سولې کاروان غړو د امريکا خلکو وغوښتل چې د خپلو حکومتونو مخه ځکه ونيسي چې هغوی په افغانستان کې د ناامنيو لامل شوي دي.



د هلمنديانو د سولې کاروان چې له ښکېلو لوريو څخه سوله غواړي، ٣٨ ورځې مخکې هلمند کې د پلي تګ مدني خوځښت پيل کړ او نن د کابو ۷۰۰ کيلومتره واټن په وهلو سره کابل ته را ورسېد.
دغه کاروان لکه څنګه چې د لارو په اوږدو کې په هر ولايت کې د خلکو له تاوده هرکلي سره مخامخ کېدل، په کابل کې يې هم خلکو او مدني فعالانو هرکلى وکړ.
د ياد ولسي حرکت مشر اقبال خيبر په کابل کې جوړه شوې غونډه کې وويل چې دوی د سولې له پيغام سره کابل ته راغلي، له ښکېلو ډلو دايمي اوربند او له نړيوالې ټولې غواړي چې په افغانستان کې د سولې د ټينګښت لپاره کار وکړي.
هغه وويل: “موږ له حکومتونو ناهيلي شوي يو، حکومتونه وسلې جوړوي او ملتونه پرې وژني؛ موږ د غربي هېوادونو غواړو چې په افغانستان کې د خپلو حکومتونو د لاسوهنې او انسان وژنې مخه ونيسي.”
ده زياته کړه: “طالبان هم مخې ته راغلل او هرکلی يې وکړ او فرياد يې وکړ چې نور بايد له نامعلومه او ناتعريفه جنګه ووځي، همدا شان عسکر هم مخې ته راغلل او ژړل يې راته، ټوپک يې په ځمکه وويشت او ويل يې چې در په دره يو؛ نور بايد دغه جګړه ودرېږي.”
د ده په وينا، دا د دې خبرې ښه بېلګه ده چې طالب او عسکر له جګړو ستړي شوي او په هېواد کې تلپاتې سوله غواړي.
د غونډې په پای کې پنځه ډلې وګومارل شوې تر څو په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر تر څنګ د امريکا د سفارت مخې ته ولاړ شي، يوه اوونۍ دې هلته پرلت وکړي
دغه ټيمونه به سبا لس بجې يادو سيمو ته واستول شوي.
يادو کسانو د “ژوند چې مو بدرنګ دی- جنګ دی، جنګ دی”،”موږ سوله غواړو”، “جنګ بس دی”، “د اوربند اوږدېدل غواړو” او “يو مو زړه بل مو ځيګر دی، طالب دی که عسکر دی” شعارونه بدرګه کول او په هېواد کې يې د تلپاتې سولې او اوربند غوښتنه کوله.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي