برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۱ خرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

افغان سکانو او هندوانو ولسي جرګې ته یو استازی نوماند کړ

د افغانستان د سکانو او هندوانو ټولنه وايي چې د ټولو په خوښه به د دغه مذهبي اقلیت د څلورو استازو له ډلې په ټاکنو کې د ګډون لپاره يو استازی نوماند کېږي.



د افغانستان د هندوانو او سکانو د شورا رییس راولسنګ وويل،د ولسي جرګې د راتلونکو ټاکنولپاره څلور کسان نوماند وو خو درې کسان یې له دې سیالۍ څخه په شا شول.
د هغه په خبره، د یادو درېیو کسانو له ګوښه کېدو وروسته د افغانستان د سکانو او هندوانو د ټولنې له لوري اوتارسنګ د ولسي جرګې د ټاکنو سیالۍ ته نوماند دی او مېرمن انارکلي هنریار به روان کال هم د سنا مجلس ته د استازې په توګه ورپېژندل کېږي.
د سکانو او هندوانو د ټولنې رییس وویل: (( اوتارسنګ له انارکلي وړاندې د سنا مجلس کې د خلکو د استازي په حیث دنده ترسره کړې ده او ډېره کاري تجربه لري نو له دې امله دوه اوونۍ وړاندې د هلمند،هرات،کندهار،ننګرهار او غزني له ولايتونو د سکانو او هندوانو استازي راټول شوي او تصمیم یې نیولی چې اوتارسنګ ټاکنو ته د خپل استازيتوب لپاره ور وپېژني.
اوتارسنګ وویل، دی به هڅه وکړي چې د خلکورښتينی استازیتوب وکړي.
نوموړي زياته کړه: ((د ملي حکومت له وخته تر اوسه د سکانو او هندوانو سره هېڅ ډول مرسته نه ده شوې، سره له دې چې په افغانستان کې زموږ د اوسېدو ۱۲۰ کاله کېږي خو موږ تر اوسه کار او د استوګنې کورونه نه لرو.
د اوتار سنګ په خبره، د سکانو او هندوانو د ځمکو غصب او د دوی په مذهبي مراسمو کې ستونزې په ځانګړي ډول د مړو سوځول هغه عمده ستونزې دي چې د سکانو او هندوانو ټولنه ورسره مخ ده.
اوتارسینګ وايي، په هېواد کې د سکانو او هندوانو شمېر د امنیتي ستونزو او تبعیض له امله له ۲۰۰۰ کسانو څخه ۱۵۰۰ کسانو ته راکم شوى دى.
نوموړي وویل، د افغانستان له دولت څخه غواړي چې د دوی ستونزو ته جدي پاملرنه وکړي او د دوی د پرمختګ لپاره دې کار وکړي.

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي