برخه -څانګه : afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۲۸ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

افغان روبات جوړوونکو نجونو په نړیوالې سیالۍ کې

افغان روبات جوړوونکې نجونې په امریکا او کاناډا کې د روبات جوړونې نړیوالۍ سیالۍ کې د بریا په ترلاسه کولو سره، نن کابل ته راستنې شوې.


هغوی وايي. د روبات جوړونې ټکنالوجۍ پراختیا لپاره، له حکومت څخه غواړي چې د ساینس او روبات جوړونې ټکنالوجۍ ښوونځى په هېواد کې جوړ کړي.

شپږ روبات جوړوونکې نجونې چې په امریکا کې یې د روبات جوړونې لومړۍ سیالۍ کې ګډون کړی و، د اتلولې مقام یې خپل کړ، له څلور میاشتو وروسته نن کابل ته راستنې شوې.
د افغان روبات جوړونې ډلې روزونکي علی رضا مهربان وویل چې هغوی په خپل څلور میاشتنې سفر کې په بېلابېلو نړیوالو سیالیو کې ګډون وکړ چې توانېدلي لومړی مقام او جایزې ترلاسه کړي.
نوموړي زیاته کړه چې د امریکا فارسي نړیوالو سیالیو کې چې ۲۴ هېوادونو په کې برخه درلوده، وتوانېدل چې لومړی مقام خپل کړي او په ډک لاس هېواد ته راستانه شي.
هغه وویل، په دې سیالیو کې چې دوی کوم روبات نندارې ته وړاندې کړ، د کرنې په برخه کې و؛ دا روبات کولی شي چي په ورته مهال غنم ورېبي او پروسس یې کړي.
د روبات جوړوونکو له ډلې دنیا بارکزۍ وویل چې نړیوالې ټولنې ورسره ژمنه کړې څو په افغانستان کې د روبات جوړونې یو تخصصي ښوونځی جوړ کړي.
نوموړې له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې د دې ښوونځي په جوړولو کې له دوی سره همکاري وکړي؛ څو په نجونو کې پټ استعدادونه راڅرګند او د هېواد د پرمختګ او وياړ لامل شي.
هغې وویل: ((کوم افتخار چې موږ ترلاسه کړی دی، ځینې فکر کوي چې د هڅونې، جنسیت او افغانیت له مخې راکړل شوی دی؛ خو دا تېروتنه ده، دا ځل مو دا افتخار د خپل استعداد پر مټ ترلاسه کړی دی.))
د فاطمې قادریان په نوم بلې روبات جوړوونکې نجلۍ وویل چې دا افتخار یواځې زموږ نه، بلکې د ټول افغان ولس اړوند دی.

شریک یي کړئ!