برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۵ تیر , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

افغانستان کې ۱۲ زره جنايي پېښې

آریانانیوز: د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په تېر کال کې د څه باندې ۱۲ زره جنايي پېښو خبر ورکړی دی.


د طالبانو د کورنيو چارو وزارت د اعلاميې له مخې، په تېر شمسي کال کې په ټول هېواد کې نږدې ١٢ زره جنايي پېښې رامنځته شوې او د يادو قضيو په تړاو تر ١٦ زره ډېر کسان نيول شوي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي، په ټول هېواد کې د جنايي جرمونو کچه د پام وړ کمه شوې ده.

د کورنيو چارو وزارت وياند د دغو پېښو په اړه وويل، چې په ١٤٠١ کال کې ١١٨٠٠ جنايي جرمونه شوي او ١٦٦٠٠ مجرمين نيول شوي دي. په ټول هېواد کې د جنايي پېښو کچه د تېرو کلونو په پرتله د پام وړ کمه شوې ده.

په ورته وخت کې یو شمېر رپوټونه سږ کال په هېواد کې د جنايي جرمونو د زیاتوالي ښودنه کوي.

 

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي