برخه -څانګه : afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۳ مرداد , ۱۴۰۳ لنډ لینک :

افغانستان کې په شخصي موټرونو پر ټکسي چلول منع ولګېد

افغانستان کې موټر چلوونکي له شخصي موټرو سره د ښاري مسافرو له لېږدولو منع شول.


د طالبانو د ترافيکو رياست چارواکي وايي، تر دې وروسته به شخصي موټرونو ته تر هغه وخته د ټکسي چلولو اجازه ور نه کړي چې د ټکسي امر يې نه وي ترلاسه کړى.

د ترافيکو عمومي رييس زياتوي، چې شخصي موټر بايد د ټکسي جواز ترلاسه کړي.

یو شمېر موټر چلوونکي چې له خپلو شخصي موټرو سره په ښار کې ټکسي چلوي له سرپرست حکومته غواړي چې په دې برخه کې له سره غور وکړي.

يو شمېر نور موټر چلوونکي وايي، چې له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او د ټکسي جواز ترلاسه کولو توان نه لري.

شماری دیگر از راننده‌ها می‌گویند که با چالش‌های زیاد اقتصادی روبه‌رواند و توانایی گرفتن جواز تکسی را ندارند.

 

شریک یي کړئ!