برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۵ مرداد , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

افغانستان کې په تېرو دوو کلونو کې ۳۰ خبریالان وژل شوي او ټپیان شوي دي

د افغانستان د خبریالانو مرکز اعلان کړی چې طالبانو په تېرو دوو کلونو کې په هېواد کې ۱۷۶ خبریالان نیولي دي.


د افغانستان د خبریالانو مرکز اعلان کړی چې په هېواد کې د طالبانو د واکمنۍ په دوه کلنه موده کې د رسنیو او خبریالانو پر وړاندې ثبت شوې پېښې ۳ د رسنیو کارکونکو د وژل کېدو، ۲۳ د خبریالانو د ټپي کېدو او ۱۷۶ د موقتي او منځ مهاله نیولو پېښې دي. د دغو توقیفونو ځینې یې د میاشتو لپاره دوام لري او ۹ تنه یې لا هم په بند کې دي.

په ورته وخت کې د خبریالانو پر وړاندې تر ۳۰۰ ډیرې د تاوتریخوالي پېښیې ثبت شوي دي.

دغه راپور په افغانستان کې د خبریالانو او رسنیو له حقونو څخه د سرغړونو زیاتوالی او د ازادو رسنیو د ځپلو د شدت څرګندونه کوي.

طالبانو د رسنیو پر ضد په تازه عملیاتو کې د هېواد په ختیځ کې په ننګرهار ولایت کې د دریو رسنیو د فعالیت مخه ونیوله.

په همدې حال کې د بې پولې خبریالانو سازمان په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې په افغانستان کې له دوه پر درېیمې برخې خبریالانو خپلې دندې پرېښې دي.

د روان کال په اپریل میاشت کې څه باندې ۶۰۰ افغان خبریالانو د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش ته یو لیک استولی او په افغانستان کې یې د رسنیو د فعالینو وضعیت ته د لا زیاتې پاملرنې غوښتنه کړې ده.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي