برخه -څانګه : accidents, afghanistan, security, social -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۴ مرداد , ۱۴۰۳ لنډ لینک :

افغانستان کې د روږدو کسانو شمېر مخ په زياتېدو دی

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام اعلان وکړ چې افغانستان د هغو هېوادونو په ډله کې دی چې د نشه یي توکو د کارونې لوړه کچه لري.


د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) وايي، افغانستان څلور میلیونه د نشه يي موادو کاروونکي لري.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام په ایکس کې یو پیغام خپور کړی او لیکلي یې دي چې افغانستان د هغو هېوادونو په ډله کې دی چې په لوړه کچه د نشه‎يي توکو کارول کېږي.

دغه بنسټ زیاته کړه، چې د افغانستان په پنځو ولایتونو کې به پر ۱۶۰۰ روږدو کسانو درمل وویشي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم د سیمې هېوادونو له افغانستان څخه د نشه يي توکو د قاچاق پر دوام اندېښنه ښودلې ده.

شریک یي کړئ!