برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۱۰ آذر , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

افغانستان کې د داخلي بې ځایه شویو کسانو زیاتوالی

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ اعلان کړی، چې په افغانستان کې له ۳ میلیونو ډېر کسان بې ځایه شوي دي.


د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) ویلي چې په افغانستان کې ۳.۲۵ میلیونه کسان په کور دننه بې ځایه شوي دي.

دغه سازمان په یوه راپور کې ویلي چې ۵.۵۳ میلیونه افغانان په ګاونډیو هېوادونو کې ژوند کوي.

یوان‌اچ‌سی‌آر ټینګار کړی چې په افغانستان کې د خلکو اړتیاوې خورا لوړې دي او په هرات کې له زلزلې او له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو د بهیر له پیل څخه مخکې په ۲۰۲۳ کال کې شاوخوا ۲۹،۲ میلیونه افغانان عاجلو مرستو ته اړتیا لري.

په راپور کې راغلي: افغانستان کې اړتیاوې ډېرې دي. د افغانستان دوه پر دریمه برخه نفوس په ۲۰۲۳ کال کې عاجلو بشري مرستو ته اړتیا درلوده. دا اټکل په هرات ولایت کې د اکټوبر په ۷، ۱۱ او ۱۵ د سختو زلزلو له رامنځته کېدو مخکې شوی و.

د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ هم د افغان راستنېدونکو د بېرته ادغام لپاره یو پلان اعلان کړی او وايي چې دغه پلان په افغانستان کې د دغه سازمان د فعالیتونو یو له اصلي محورونو څخه دی.

د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، د هرات زلزلې ۴۸ زره کورنۍ زیانمنې کړې او په دغه ولایت کې شاوخوا ۱۵۷ زره قربانیان عاجلو ژمنیو مرستو ته اړتیا لری.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي