برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۰ شهریور , ۱۴۰۳ لنډ لینک :

افغانستان کې د تریاکو د سوداګرۍ دوام

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي مفتش دفتر اعلان وکړ چې په افغانستان کې د تریاکو د سترو زیرمو د شتون له امله د دغو موادو تجارت دوام لري.


د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي مفتش دفتر اعلان وکړ چې طالبانو د تریاکو د سترو زیرمو په وړاندې هیڅ نه دي کړي.

هغه زیاته کړه، په افغانستان کې د تریاکو تجارت په پراخه کچه دوام لري ځکه چې بزګرانو ته اجازه ورکړل شوې وه چې د بندیز له نافذیدو دمخه د پام وړ زیرمې ذخیره کړي.

د سیګار په وینا، اوس مهال په افغانستان کې د تریاکو بازار په وده کې دی او بیه یې هم لوړه شوې ده.

د دغه سازمان د ارزونې له مخې، د افغانستان په بازارونو کې د تریاکو د بیې لوړېدو هم د زېرمو کچه لوړه کړې ده.

بايد يادونه وشي چې د تېر کال تر پايه پورې د هر منو تریاکو بيه له ٣٥٠ څخه تر ٦٠٠ زرو افغانيو پورې متغير وه.

په همدې حال کې طالبانو په وار وار له نشه يي توکو سره د مبارزې خبره کړې او دا یې د خپل رژیم لاسته راوړنه ګڼي.

شریک یي کړئ!