برخه -څانګه : afghanistan, politics, security, social
د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۱۱ دی , ۱۳۴۸ لنډ لینک :
د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت اعلان کړی چې د اسد ۲۴ په افغانستان کې د امریکا د ماتې د کلیزې په مناسبت رسمي رخصتي ده.
د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د روانې اونۍ چهارشنبه د امریکايي اشغال په وړاندې د افغان جهاد د بریا د دریمې کلیزې په مناسبت په ټول هیواد کې عمومي رخصتي ده.
په تېرو دوو کلونو کې طالبانو هم په افغانستان کې د امریکا د ماتې د کلیزې په مناسبت رخصتي اعلان کړې وه.
د ۱۴۰۰ لمریز کال د اسد په ۲۴ مه د افغانستان پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني له کابله وتښتېد او طالب ځواکونه پلازمېنې ته ننوتل او له شلو کلونو وروسته افغانستان د امریکايي اشغال څخه ازاد شو.