برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۲ خرداد , ۱۴۰۳ لنډ لینک :

افغانستان په نړۍ کې یو له هغو هېوادونو دی چې په وسلو او چودېدونکو توکو ککړ دی

د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق په هرات او غزني کې د جګړو له امله د پاتې ماینونو د چاودنې له امله د لسو ماشومانو د وژل کېدو په اړه غبرګون وښود.


د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) په هرات او غزني کې د تېرو کلونو د جګړو د پاتې شویو ماینونو د چاودنې له امله د لسو ماشومانو د وژل کېدو په غبرګون کې ویلي چې افغانستان په نړۍ کې یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د وسلو په برخه کې تر ټولو ککړ دی.

یونیسف په ایکس کې د یو پیغام په خپرولو سره ویلي چې د دې مسلې تر ټولو زیات قربانیان ماشومان دي.

په پیغام کې راغلي: موږ باید د ماین پاکولو هڅو، د ماین د خطر زده کړې او د قربانیانو سره د مرستې په برخه کې په ګډه کار وکړو.

دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو دوو ورځو کې د غزني په ګيروی ولسوالۍ او د هرات په رباط سنګي ولسوالۍ کې د جګړې له امله د ځاى پر ځاى شويو ماينونو د چاودنې له امله لس ماشومان وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.

د لسیزو جګړو څخه پاتې ماینونه او مهمات لا هم د هیواد اتباع په ځانګړې توګه ماشومان وژني.

 

شریک یي کړئ!