برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۲ شهریور , ۱۴۰۳ لنډ لینک :

افغانستان د فلسطین د خلکو له مقاومت څخه ملاتړ کوي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د حماس د سیاسي دفتر له مشر سره په ټیلیفوني خبرو کې ویلي چې افغانستان د فلسطین د خلکو له مقاومت څخه ملاتړ کوي.


د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په بیجینګ کې د حماس د سیاسي دفتر له مشر اسماعیل هنیه سره په ټیلیفوني خبرو کې د فلسطیني ډلو ترمنځ د خبرو اترو او موافقې ملاتړ وکړ.

په دې ټیلیفوني خبرو کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې «یووالی، استقامت او د اسلامي ارزښتونو پابندۍ» د جهادي مبارزو یو مهم اصل دی.

د طالبانو د خارجه چارو د وزارت د بیان له مخې هنیه په فلسطین او په خاصه توګه په غزه کښې د وروستیو پیښو له امله له طالبانو او افغانانو مننه وکړه او له صهیونیسټ نیواکګر رژیم سره یې د وروستیو خبرواترو په هکله معلومات شریک کړل.

متقي همداراز وویل چې افغانستان د فلسطین د خلکو له مقاومت او د هغوی د حق او رښتیني ادعا ملاتړ کوي.

په دغه تماس کښې هنیه هم د فلسطین په هکله د طالبانو او د افغانستان د خلکو د دریځ په تیره بیا د غزې د وروستیو پیښو قدرونه وکړه او له صهیونیسټ رژیم سره یې د وروستیو خبرواترو په هکله معلومات شریک کړل.

شریک یي کړئ!