برخه -څانګه : afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۲ اردیبهشت , ۱۴۰۳ لنډ لینک :

افغانستان د ایران د ولسمشر پر شهادت خواشیني څرګنده کړه

طالبانو د ایران د اسلامي جمهوریت له خلکو او حکومت سره خپله خواخوږي څرګنده کړه او د ایران د ولسمشر په شهادت یې تسلیت ووایه.


طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ایران د ولسمشر سید ابراهیم رئیسي په شهادت خواشیني ښودلې ده.

مولوي عبدالکبیر د افغانستان د حکومت په استازیتوب وویل: د افغانستان سرپرست حکومت په دې غم کې د ایران د اسلامي جمهوریت د دوست او ورور هېواد ترڅنګ ولاړ دی.

د یادولو وړ ده چې د تېر حکومت د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله هم د سید ابراهیم رئیسي او د هغه د ملګرو په شهادت خواشیني څرګنده کړه او د ایران ستر ملت ته یې د صبر او استقامت غوښتنه وکړه.

په عین حال کښې د افغانستان د خلکو او رسنیو او فرهنګي شخصیتونو د ایران د ولسمشر او د بهرنیو چارو د وزیر او د هغه د ملګرو د شهادت د خبر له خپریدو وروسته پراخ غبرګونونه ښودلي او د ایران د محبوب ولسمشر په مړینه یې خواشیني څرګنده کړې ده.

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي