برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۰ خرداد , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

افغانستان ته د غلا شویو لرغونو اثارو بیرته ستنیدل

آریانانیوز: د امریکايي پوځیانو له خوا د اشغال او جګړې پر مهال غلا شوي سلګونه لرغوني اثار د دغه هېواد موزیم ته وسپارل شول.


د افغانستان د ملي موزيم مرستيال يحيى محب زاده وويل: تېر کال د زرو تاريخي اثارو د قاچاق مخه ونيول شوه او تاريخي اثار بېرته ملي موزيم ته وسپارل شول.

محبزاده زياته کړه، چې په افغانستان کې د لرغونو اثارو قاچاق له ډېر پخوا څخه کېږي او د جګړې پر مهال د دغه موزيم ځينې اثار غلا شوي هم دي.

د افغانستان د ملي موزيم مرستيال دې مسئلې ته په اشارې سره وويل، چې د څو لسيزو جګړو افغانستان ويجاړ کړى او مجرمينو او قاچاقبرانو له دې بې ثباتۍ څخه په ګټې اخيستو د هېواد تاريخي او لرغوني اثار او ځايونه لوټ کړي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي