برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۵ اردیبهشت , ۱۴۰۰ لنډ لینک :

افغانستان ته د امریکا د استخباراتو د رییس پټ سفر

آریانانیوز: د متحده آیالاتو د استخباراتو مشر په دې وروستیو کې په پټه له افغانستان څخه لیدنه وکړه...


اسوشیټیډ پریس راپور ورکوي چې د متحده ایالاتو د استخباراتو مشر ویلیم برنز پدې وروستیو کې په پټه افغانستان ته سفر وکړ.

دوه افغان چارواکو وویل چې برونز تیره اونۍ له کابل څخه لیدنه وکړه. دوی ونه ویل چې برنز له چا سره ولیدل.

ویل کیږي چې د سي آی اې د رییس د سفر هدف دا دی چې څرنګه افغانستان ته د تروریزم پرضد د مبارزې د واحدونو مسؤلیت سپارل کیږي.

د یو شمیر امریکایی چارواکو په وینا ، په افغانستان کې د سي آی اې لخوا روزل شوي د تروریزم پرضد د شپږو واحدونو څخه یوازې دوه یې افغان حکومت ته سپارل شوي دي.

دا پداسې حال کې ده چې د متحده ایالاتو د ولسمشر جو بایډن د وروستۍ پریکړې په اساس ، ټاکل شوې ده چې د روان کال د سپټمبر په 11 نیټه 2،500 امریکايي سرتیري له نورو بهرنیو ځواکونو سره په یو وخت کې له افغانستانه ووځي.

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي