برخه -څانګه : afghanistan, sport -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۲ خرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

افغانان د کرکټ په يوه تمريناتي لوبه کې بنګله دېش ته ماتې ورکړه

د افغانستان کرکټ الف لوبډلې په يوه تمريناتي شل اووريزه لوبه کې د بنګله دېش لوبډلې ته ماتې ورکړه.


دا تمريناتي لوبه پرون تر غرمې وروسته د هندوستان د دهرادون ښار په راجيو ګاندي کرکټ نړيوال لوبغالي کې ترسره شوه.
د بنګله دېش لوبـډلې پچه وګټله او لومړى يې توپوهنه وکړه چې په ټاکل شويو ٢٠ اوورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره يې افغانستان ته د ١٤٦ منډو هدف ورکړ.
د افغانستان الف لوبډلې ياد هدف په ۱۷،۲ اوورونو کې پوره کړ؛ د افغانستان له لوري په توپ وهنه کې حضرت الله ځاځي ۶۹ ناسوځېدلې، محمد نبي ۳۲ ناسوځېدلې او شفيق الله شفق ۲۸ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.
افغانستان د درېيو شل اووريزو نړيوالو لوبو لپاره د بنګله دېش کوربه دى، دا لوبې د هندوستان په دهرادون ښار کې سبا پيلېږي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي