برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۶ بهمن , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

اسټرالیا له افغانستان څخه خپل سل تنه عسکر باسي

آریانانیوز: راپورنه وایې چې د اسټرالیا دفاعي مجله ددې هیواد دفاع وزارت ویلی ، چې تمه ده په نږدې راتلونکې کې سل استرالیايي سرتېري افغانستان پرېږدي او بیرته خپل هیواد ته وګرځي
دې مجلې د استرالیا د دفاع وزیرې «لینډا رینولډز» له قوله لیکلي، چې دوی له ناټو سره په قاطع ماموریت کې کار ته دوام ورکوي او بیا به هم یوه وړه ډله سرتېري په افغانستان کې د امنیتي ځواکونو د روزلو په موخه پاتې وي
د استرالیا دفاع وزیرې، په دې لړ کې له خپلو سرتېرو مننه کړې، چې په افغانستان کې یې د دولتي عسکرو په روزنه او تربیه باندې کار کړی او د هغوی په عصري کولو کې یې هڅې کړې
اسټرالیا له ۲۰۰۱ میلادي کال راپدېخوا په افغانستان کې سرتېري لري، چې په روزګان، کندهار او یو شمېر نورو ولایتونو کې یې دندې سرته رسولې او د کابل حکومت د امنیتي ځواکونو په تربیه او د هوایي ځواکونو په روزنه یې کار کړي
په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د استرالیایي سرتېرو جګړه ییز ماموریت د ستراتيژیکو همکاریو په ماموریت بدل شو او د رسمي شمېرو له مخې تر دې دمه د افغانستان په جګړه کې ۴۱ استرالیايي عسکرو ژوند له لاسه ورکړی او ۲۶۱ نور ټپیان شوي.
یاده دې وي، چې استرالیایي عسکر داسې مهال د کابل حکومت د امنیتي ځواکونو له روزنې لاس اخلي، چې په قطر کې دطالبانو او امریکا تر منځ مذاکرات روان دي او دواړه لوري هڅه کوي، له افغانستان څخه د بهرنیو عسکرو وتلو او د افغان جګړې اختتام ته لاره هواره کړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي