برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۳ تیر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

استراليايي ځواکونو د خپل ماموریت پرمهال سخت بشري جنایتونه ترسره کړي

د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې ویلي، استراليايي ځواکونو په افغانستان کې د خپل ماموریت پرمهال سخت بشري جنایتونه ترسره کړي، چې له امله یې باید سزا وویني.



د افغانستان د بشري مسایلو د څارلو لپاره د یادې ادارې استاځي، پتریشیا ګوسمین ویلي: استراليايي ځواکونو د خپل ماموریت پر مهال د افغانستان په ارزګان ولایت کې سخت ناوړه بشري جنایات ترسره کړي.
د نوموړې په وینا دوی ان د ملکي وګړو په وژلو کې له یو بل سره سیالي کړې ده او هغه کسان یې په نښه کړي چې له نږدې هټیو به یې توکي اخیستل.
نوموړې په یوه مقاله کې ویلي، چې استراليايي ځواکونو ډېر کله ملکي وګړي او قومي مشران په بې رحمانه توګه وژلي دي.
د ګاسمن په خبره دوی په افغانستان کې له خلکو سره داسې چلند کاوه، چې ګواکي هر ډول قضايي مصؤنیت لري او څوک یې د جنایتونو مخه نه نیسي. هغې د استرالیا پر حکومت غږ کړی، چې په دې برخه کې دې عدالت تامین کړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي