برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۳ فروردین , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

ارګ د انتخاباتو د کمېسیون د وروستۍ پریکړې درناوی کوي

آریانانیوز: د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ځنډېدو په اړه ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي، سره له دې چې حکومت تمه کوله چې انتخابات په خپل وخت ترسره شي، خو د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د دې پریکړې درناوی کوي.


ټاکل شوې وه چې دغه انتخابات د روان ۱۳۹۸ کال د سرطان په ۲۹مه ترسره شي خو اوس د میزان د میاشتې ۶ نیټې ته وځنډېدل.
د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري په خپله ټویټرپاڼه کې ویلي چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د دغو انتخاباتو د ځنډېدو پریکړه له سیاسي ګوندونو او د انتخاباتو د څار له بنسټونو سره له سلا او مشورو وروسته کړې ده.
ښاغلي چخانسوري دغه راز ویلي چې حکومت به له ټولو امکاناتو په استفادې د انتخاباتو له خپلواک کمېسیون سره همکاري وکړي چې افغانستان روان کال د دغو انتخاباتو د ترسره کېدو شاهد وي.
دا دوهم ځل دی چې د افغانستان د ولسمشرۍ، ولایتي شوراګانو او د ولسي جرګې لپاره د غزني انتخابات ځنډیدېږي.
تراوسه د ملګرو ملتونو په ګډون د انتخاباتو نړیوالو ملاتړو د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د دغې پریکړې په اړه عکس‌العمل نه‌دی څرګند کړی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي