برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۱۱ دی , ۱۳۴۸ لنډ لینک :

اروپايي ټولنې افغانستان سره د سلو ټنو درملو مرسته کړې

د اروپايي ټولنې د بېړنیو مرستو هماهنګ کوونکي له افغانستان سره د درملو او طبي وسایلو د مرستې اعلان وکړ.


د اروپايي ټولنې د اضطراري مرستو همغږي کوونکي وايي، اروپايي ټولنې له افغانستان سره د څه باندې سل ټنه درملو او طبي وسايلو مرسته کړې ده.

یانز لینارچیچ په ایکس چینل کې یو پیغام خپور کړی او لیکلي یې دي چې دغه مرستې د یوې بشردوستانه الوتنې له لارې کابل ته لیږدول شوې دي.

د هغه په وينا، دا افغانستان ته د دې ادارې د بشردوستانه مرستو درېيمه الوتنه ده.

نوموړي ویلي، اروپايي ټولنه ژمنه ده چې په افغانستان کې د ضررمنو خلکو ملاتړ وکړي.

لینارچیک زیاته کړه، چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې په ۳۷ الوتنو کې ۱۸۵۰ ټنه درمل او طبي وسایل افغانستان ته لېږدول شوي دي.

شریک یي کړئ!