برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۶ فروردین , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

اروپايي ټولنه: پر طالبانو د نورو بندیزونو لګولو ته آماده یو

آریانانیوز: اروپايي ټولنې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې اعلان کړی، چې د طالبانو حکومت باید له ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې کړي.


اروپايي ټولنې په افغانستان کې د ثبات ټینګښت د ټولو په ګټه ګڼلی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي: افغانستان باید یو ځل بیا د نورو هېوادونو لپاره د ترهګرۍ او افراطیت په مرکز بدل نه شي او اروپايي ټولنې له طالبانو غوښتي چې له ترهګرو سره ټولې مستقیمې او غیر مستقیمې اړیکې پرې کړي او یو ځل بیا له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې خپل مسوولیت ادا کړي.

د دې اتحادیې په وینا، د طالبانو د حکومت کړنو د بشري حقونو، سیاسي او اقتصادي وضعیت د خرابېدو لامل شوی دی.

اروپايي ټولنې ویلي، چمتو ده چې د طالبانو د حکومت پر هغو چارواکو چې د بشري حقونو په سرغړونو کې لاس لري، نور بندیزونه ولګوي.

اروپايي ټولنې ډاډ ورکړی چې دغه بندیزونه به د افغانستان خلکو ته زیان ونه رسوي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي