برخه -څانګه : afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱ خرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

اجرستان – ۲۱ عسکر نیولي او ۱۲ نور پخپله خوښه ورته تسلیم شول.

طالبانو له څو ورځو راهیسې پر یاده والسوالۍ چې د دوی په تشکیلاتو کې د دایکندې اړوند بلل کېږي، بریدونه پیل کړي و، چې تېره ورځ يې د بشپړ نیولو خبر ورکړ.


د غزني ځايي چارواکي لا هم نه مني، چې ولسوالۍ يې له ګوتو وتلې، که څه هم تېره ورځ شمشاد تلویزون د دې ولسوالۍ د ولسوال او امنیه قومندان په ګډون د ګڼو عسکرو د لادرکۍ خبر ورکړ، خو د غزني والي يې نه مني.
د غزني والي عبدالکریم متین له ولسوالۍ سره د اړیکي په اړه وايي، هلته کومه مخابراتي شبکه کار نه کوي خو دوی د ثریا«سټلایټ» له لارې اړیکه نیولې او تازه عسکر يې ښکته کړي دي.
د متین په وینا په ولسوالۍ کې يې له پوځي چورلکو کمانډو ځواکونه ښکته کړي، خو طالب ویاند وايي ولسوالۍ د دوی په واک کې ده.
ذبیح الله مجاهد پخپله ټویټر پاڼه تازه لیکلي، چې ۳۴ عسکر يې وژلي او ولسوالۍ يې تر واک لاندې ده.
«د اجرستان ولسوالۍ د فتحې سره د دښمن ۳۴ تنه ووژل شول، ۲۱ تنه ژوندي نیول شوي، ۱۲ تنه تسلیم شول، ډېره سپکه او درنه وسله مهمات اونظامي توکي مجاهدینو نیولي دي، نور هلته کوم نوی بدلون نه دی راغلی، مجاهدینو ته د تلفاتو اړولو په اړه راپورونه حقیقت نه لري.»
دا په داسې حال کې دی چې طالبانو د دې ولایت جغتو ولسوالۍ هم څو ورځې وړاندې ونیوله او له پکتیکا سره غځېدلې لاره يې له نږدې شلو ورځو راهیسې تړلې ده.

شریک یي کړئ!