د حزب اسلامي افغانستان مشر، ګلبدین حکمتیار، د طالبانو تر واک لاندې د هېواد د اوسني وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او دا یې د افغانستان راتلونکي ته یو ګواښ بللی. هغه ټینګار وکړ چې ورځني بریدونه، د خلکو کډوالۍ ته مجبورېدل، او د طالبانو د حکومت ناتواني، سترې ستونزې رامنځته کړې دي.
ګلبدین حکمتیار په هغه ویډیو کې، چې د حزب اسلامي له خوا خپره شوې، ویلي چې د افغانستان امنیتي وضعیت بحراني دی او ځینې کسان د “دست پر ماشه” په حالت کې دي. هغه زیاته کړه چې په هېواد کې بریدونه زیات شوي او ډېر خلک د دې تهدیدونو له امله د هېواد پرېښودو ته اړ شوي دي.
د حزب اسلامي مشر د طالبانو پر دې ناتوانۍ نیوکه وکړه چې افغان کډوال بېرته هېواد ته ستانه کړي، او ویې ویل:
“د دې پر ځای چې په تېرو دریو کلونو کې میلیونونه افغان کډوال هېواد ته ستانه کړو، موږ د مهاجرت نوی موج وینو.”
هغه د ایران، پاکستان، ترکیې، عربي، غربي هېوادونو، او ان د امریکا لخوا د افغان کډوالو د ایستلو یادونه وکړه او ټینګار یې وکړ چې دا سیاستونه نه یواځې د مهاجرت بحران نهدی کم کړی، بلکې لا یې زیات کړی دی.
حکمتیار د افغانستان د یوه باثباته حکومت د نشتوالي انتقاد وکړ او ویې ویل، هېواد داسې یو قانوني نظام ته اړتیا لري چې وکولی شي د خلکو امنیت، هوساینه، او راتلونکی تضمین کړي. هغه ټینګار وکړ چې دا خلا باید ژر تر ژره ډکه شي ترڅو افغانستان له داخلي او خارجي بحرانونو خوندي شي.
د حزب اسلامي مشر د طالبانو پر ضد د بهرنیو ګواښونو او وسلهوالو ډلو خبرداری ورکړ او ویې ویل چې افغانستان د امنیتي خلاوو له امله زیانمن کېدای شي. هغه وړاندیز وکړ چې یو “با عزته شورا” دې جوړ شي ترڅو د دې ستونزو لپاره حل لارې پیدا کړي.
په پای کې، حکمتیار له اسلامي او ملي ځواکونو وغوښتل چې د دوامداره حللارو لپاره کار وکړي او افغانستان له کورنیو او بهرنیو جګړو وژغوري. هغه ټینګار وکړ چې یوازې د یوه باثباته او مشارکتي حکومت له لارې د افغانستان راتلونکی تضمین کېدای شي.