برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۹ ثور , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

ګلبدین حکمتیار: امریکا په افغانستان کې د کورنۍ جګړې د رامنځته کولو په لټه کې ده

آریانانیوز: د حزب اسلامي افغانستان مشر وايي، افغانستان لا هم د امریکا تر اشغال لاندې دی.


د افغانستان د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وايي، په افغانستان کې جګړه لا پای ته نه ده رسېدلې او دا هېواد لا هم د امریکا تر اشغال لاندې دی.

حکمتيار زياته کړه چې په تېرو شلو کلونو کې د ناټو له خوا روزل شوي پوځي ځواکونه او کومانډو اوس له بهرنيو هېوادونو څخه افغانستان ته د جګړې لپاره لېږل کېږي.

هغه زیاته کړه چې امریکايي بې پیلوټه الوتکې اوس هم د افغانستان په فضا کې په زیاتیدونکې توګه لیدل کیږي.

د افغانستان د اسلامي ګوند مشر ویلي، چې امریکا د افغانانو پر وړاندې خپله جګړه نه ده بنده کړې او هڅه کوي، چې په افغانستان کې یوه بله وسله واله جګړه پیل کړي.

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي

نوی خبرونه