برخه -څانګه : afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۹ تیر , ۱۴۰۳ لنډ لینک :

کرزی: طالبان دې نجونو ته د زده کړو زمینه برابره کړي

د افغانستان پخواني ولسمشر وویل چې د افغانستان سوکالي، پرمختګ او خپلواکي په عامه پوهنه پورې تړلې ده.


د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي د لوی اختر په مناسبت په یوه پیغام کې لیکلي دي: د افغانستان آبادي، سوکالي، ثبات او پرمختګ د عامه زده کړو او د اړتیا وړ افرادو روزلو لپاره مساوي فرصتونو ته اړتیا لري.

هغه زیاته کړه، د افغانستان د پرمختګ لپاره هم اړینه ده، چې په دې هېواد کې د ملي ارادې او د ملي یووالي او ټولنیز پیوستون د ټینګښت لپاره د تفاهم بنسټ رامنځته شي.

کرزي زیاته کړه: د ټولنې هوساینه، پرمختګ او خپلواکي د خلکو له تعلیم او پوهې سره مستقیمه اړیکه لري او د پرمختګ او بریا لپاره باید په ټول هېواد کې خپلو ماشومانو (هلکانو او نجونو) ته د زده کړو زمینه برابره کړو.

د افغانستان پخواني ولسمشر یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل چې ژر تر ژره د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي، څو دا هېواد له فقر څخه خلاص او د پرمختګ او سرلوړۍ پر لور حرکت وکړي.

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي