برخه -څانګه : afghanistan, security, social -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, 13 می , 2018 لنډ لینک :

ډاکټر خسرو د قاچاقبرو دام کې په لوېدو سره روږدی شوى

د يوناني درملو يو طبيب د انساني قاچاقبرو په دام کې له لوېدو وروسته پر نشه يي توکو روږدى شوى او د کورنۍ له مسووليته له تېښتې وروسته شپه ورځ د ښار په کوڅو کې تېروي.


دغه د خيرنو وېښتانو او شلېدلو جامو لرونکى شخص د ژمي په سړه هوا (د ١٣٩٦ کال د سلواغې لومړيو کې) د کابل ښار دويمې ناحيې په يوه ګوښه کوڅه کې د نورو له خوا ورته په کښل شوې خيالي نړۍ کې ډوب و.
نوموړى چې له دوولسم ټولګي فارغ دى، په تور مارکر او لړزانده لاسونو يې په يوه چټله ورځپاڼه چې باد يې مخې ته ور وړې وه، په ښکلي او روښانه ليک وليکل: ((من و مجنون هم سبق بوديم در ديوان عشق – او به صحرا رفت و من در کوچه ها معتاد شدم))
دغه شخص خسرو نومېږي، د حاجي عبدالمنان پيکار زوى او د کابل د شکر درې ولسوالۍ اصلي اوسېدونکى دى چې ١٤ کاله وړاندې په يوه نسبتاً سوکاله کورنۍ کې زېږېدلى دى.
خسرو نه غواړي چې خبرې وکړي، خو کله چې پوه شو له يوه خبريال سره مخ دى، په غرېو نيولي اندازه يې وويل: ((له بدبختۍ سره مخ شوم، پنځه کاله مخکې د تاج محمد په نامه يوه چلباز تېر ايستم، ايران ته ولاړم او د انساني قاچاق قرباني شوم.))
هغه زياته کړه چې پلار يې په بلغاريا کې د يوناني طب په برخه کې لوړې زده کړې کړې او ده هم په دې برخه کې له خپل پلاره زده کړي دي؛ ځکه چې د کابل ښار په چوک ساحه کې له پلار سره کار کاوه.
خسرو چې شاوخوا يو کال يې له خپلې کورنۍ لرې د ښار په کوڅو کې تېر کړى او په بيا بيا يې د کورنۍ او پر خپل دغه وضعيت اوښکې تويې کړې، وويل چې د تاج محمد په نامه يوه شخص وهڅاوه چې د ډېر عايد ترلاسه کولو لپاره د ايران د یوناني درملو د توليد په يوه مرکز کې کار وکړي.
هغه زياته کړه چې د دغه شخص له ډېر تاکيد وروسته يې د ١٣٩٠ کال په وروستيو کې ايران ته د تګ هوډ وکړ او ټول لګښت يې تاج محمد ورکړ.
خسرو وويل چې له تاج محمد سره په کابل ښار کې بلد شو، خو نه پوهېږي چې هغه به اوس چېرته ژوند کوي.
هغه زياته کړه: ((کله چې ايران ته ورسېدم، په زاهدان کې مې د یوناني درملو د توليد يوه مرکز کې په يو ميليون مياشتنۍ تنخوا سره کار پيل کړ. دا يې هم راته ويل چې تنخوا به يې د وخت په تېرېدو سره زياته شي، خو زياته يې نه کړه.))
دغه کس چې د بوټو په اړه د معلوماتو لرلو ته په پام سره د نورو په پرتله د نشه يي توکو پر زيانونو ښه پوهېده، وويل چې د کار مالک به ورته په خوړو کې په پټه يوه اندازه نشه يي توکي ورکول، څو په تدريجي ډول په نشه يي توکو روږدى شي.
خسرو زياته کړه: ((په اول کې نه پوهېدم چې دغه مواد کاروم، خو وروسته داسې وخت پوه شوم چې اوبه له ورخه تېرې وې، د کار مالک راته وويل چې ته مې د پيسو بدل کې اخيستى يې، اوس مې روږدى هم کړې، مجبور يې چې له ما سره کار وکړې.))
د هغه په خبره، د کار مالک راته ويل: ((کومې پيسې چې مې له افغانستانه ستا د راوستو په موخه لګولې دي، هغه بايد ستا د مزدورۍ له پيسو ترلاسه کړم.))
خسرو ته د دې پيسو اندازه نه وه معلومه او ویې ويل: ((دغه پيسې زما د ساتلو او زما له مهارتونو د استفادې لپاره يوه پلمه وه.))
نوموړي زياته کړه چې د کار مالک راته دومره پيسې راکولې چې يوازې ورځني لګښتونه مې پوره کړي.
د خسرو سترګې يو ځل بيا له اوښکو ډکې شوې او ويې ويل: ((د يوه ظالم انسان له لاسه بدبخته شوم.)) يوه شېبه غلى و، لاسونه يې لړزېدل، خو بيا يې خبرې پيل کړې: ((غوښتل مې چې له هغه ځايه وتښتم، خو پوه شوم چې تر څارنې لاندې يم او دغه کار نه شم کولى.
خو هغه زياته کړه: ((کله مې چې د کار د مالک اعتماد ترلاسه کړ او ډاډه شو چې نور نه ترې ځم، نو زما تعقيب يې پرېښود، ما هم له دغه فرصت نه ګټه واخيسته، وتښتېدم او بېرته افغانستان ته را ستون شوم.))
هغه وويل چې پخوا به يې د یوناني درملو په مرسته د نورو درملنه کوله، خو اوس له خپلې درملنې عاجز دى، په ايران کې يې د دغو درملو جوړلو په برخه کې کار کاوه، خو په دې فابريکه کې لسګونه نورو کسانو د نشه يي توکو د توليد او بسته بندۍ په برخه کې کار کاوه، دغه توکي يې په ډېر مهارت سره په یوناني درملو کې ځاى پر ځاى کول او بيا عربي هېوادونو ته په قاچاق وړل کېدل.
خسرو زياته کړه چې په ايران کې له شاوخوا يوه کال تېرولو وروسته کابل ته راستون شو، تر يو کال مخکې نېټې پورې له خپلې کورنۍ سره و، خو د پلار له مرګه وروسته يې کور پرېښود، د ښار مسافر شو، د ښار په تشو کوڅو کې له يو عالم سختيو سره شپې ورځې تېروي.
هغه چې د نشه يي توکو د چرسو، ترياکو، پوډرو او ښيښې ډولونه کاروي، کله به يې ويل چې د غوره ژوند کولو هيله يې له لاسه نه ده ورکړې، خو کله به بيا ډېر ناهيلى ښکارېده او ويل به يې چې نور د ښه ژوند چانس نه لري.
خسرو په لومړۍ ورځ له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې چې نشه هم و، وويل: ((سمه ده چې ما د ژوند کولو يو چانس له لاسه ورکړى، خو نور نه غواړم چې داسې بدبخته ژوند ولرم، غواړم چې بل چانس له لاسه ورنه کړم.))
خسرو زياته کړه چې له نشه يي توکو نه کرکه او له دې ناوړې ناروغۍ د خلاصون لپاره پرېکنده اراده د اعتياد پرېښودو غوره لار ده.
خو بله ورځ چې خمار حالت يې درلود، وويل: ((د نشه يي توکو کارول يو طرفه لار ده، بېرته را ستنېدل نه لري، پاى يې مرګ، بدبختي او د ژوند تباهي ده، له ځوانانو غواړم چې د دغه تباه کوونکو موادو په کاذبو خوښيو تېر نه وځي.))
خسرو زياته کړه: ((د درملنې هغه لارې چارې چې اوس يې د عامې روغتيا وزارت کاروي، مناسبې نه دي؛ ځکه چې روږدى په تړلې فضا کې په زور او جبر سره هېڅکله نه تداوي کېږي.))
نوموړي وويل چې څو ځلې يې په دې طريقه درملنه شوې، خو څنګه چې د درملنې له مرکزه رخصت شوى، نو لومړى کار يې بيا هم د نشه يي توکو کارونه وه.
هغه د ژړا په حالت کې وويل: ((د دې ناروغۍ ډېرې بد بختۍ مې ګاللې، کله چې روغ شم، نو په خپلو شخصي پيسو به د هغو کسانو درملنه وکړم چې د درملنې توان نه لري.))
هغه زياته کړه چې د تېر ایستونکو او انساني قاچاقبرو منګولو ته لوېدنه يې د دې لامل شوه چې پر نشه يي توکو روږدى شي، پر نشه يي توکو روږدېدنې اړ کړ چې د نشه يي موادو تر ترلاسه کولو لپاره لسګونه ځله غلا وکړي.
هغه په ژړا وويل: ((بدبختي او مجبوريت د دې لامل ګرځي چې روږدي غلا ته مخه کړي، روږدي افراد هغومره هم بد نه دي، څومره چې خلک ترې کرکه کوي… لطفا له روږدو سر د يوه ناروغ په څېر چلند وکړئ.))
خسرو له روږدو سره د پوليسو له ناسم چلنده هم شکايت وکړ او ادعا يې وکړه چې پوليس روږدو ته د نشه يي توکو په رسولو کې لاس لري.
خو د کورنيو چارو وزارت وياند نجيب دانش د خسرو د ادعا په اړه وويل چې که چېرې د پوليسو له لوري د نشه يي توکو له روږدو سره کوم بد چلند کړى وي، نو د کورنيو چارو وزارت بښنه غواړي او دا موضوع به تعقيب کړي.
هغه وايي، تر اوسه پورې داسې کوم رسمي مورد نشته چې روږدو ته دې د نشه يي توکو په رسولو کې د پوليسو همکاري څرګنده کړي.
خسرو تر بيا بيا ليدنو وروسته دې ته وهڅاوه چې بېرته د خپلې کورنۍ غېږې ته ورشي. خسرو خپلو خيرنو او شکېدلو جامو ته وکتل، له سترګو يې اوښکې وبهېدې او ويې ويل: (( کور ته ځم، خو اجازه راکړ‌ئ چې خپلې جامې ومينځم، نه غواړم چې کورنۍ مې په دې حالت وګوري.))
هغه زياته کړه چې مور، مېرمن، ورور، درې زامن او دوې لوڼې لرم، مور مې متقاعده ښوونکې ده، مېرمن او مشره لور يې چې د ادارې او مديريت پوهنځي نه فارغه ده، د ښوونکې په توګه دنده اجرا کوي او نور اولادونه يې د ښوونځي زده کوونکي دي.
دوې ورځې وروسته د پژواک خبري اژانس خبري ډله د کابل په خواجه بغرا کې د هغه کرايي کور ته ولاړه.
د انګړ د دروازې په خلاصېدو سره د خسرو مور چې له سترګو يې اوښکې روانې وې، د خپل زوی هرکلي ته راغله، هغه يې په غېږ کې ټينګ کړ، د خسرو په ليدو د هغه مېرمن او مشره لور هم په ژړا شوې، کوچني اولادونه يې غېږې ته ورغلل.
د خسرو مور مهتاب پيکار وويل، يو وخت يې کور، موټر او ژوند درلود، خو ټول يې د خسرو له روږدېدو سره له لاسه ورکړل، اوس په يوه کرايي کور کې ژوند کوي.
هغه د خسرو روږدېدنه د کورنۍ لپاره شرم وباله او ویې ويل چې د خپل زوى د درملنې توان نه لري، هغې زياته کړه: ((تر دې وړاندې يې هم څو ځلې د خسرو درملنه کړې، هر ځل چې روغ شي، له څه وخت وروسته بېرته نشه يي توکو ته مخه کوي.))
د خسرو مېرمنې زاهدې پيکار وويل: ((د خپل خاوند له نشتوالي سخته ځورېږم، اولادونه مې پلار غواړي، هره دقيقه خبرې يې ما ځوروي، د افغانستان اوسنيو شرايطو کې يوې مور ته د پنځو اولادونو روزنه اسان کار نه دى.))
هغې وويل چې د کابل ښار يوه ښوونځي کې د ښوونکې په توګه دنده اجرا کوي، خو له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ ده.
زاهدې زياته کړه: ((په خپل پنځه وخته لمانځه کې دعا کوم چې خداى پاک مې ژوند ته پخوانۍ خوښۍ بېرته را ستنې کړي، پر دې ټولو ستونزو سربېره، له خسرو سره له زړه مينه لرم، هيله ده چې جوړ او بېرته زما د اولادونو پلار شي.))
د عامې روغتيا له وزارت څخه وغوښتل شو.چې له دې کورنۍ سره په درملنه کې مرسته وکړي.
د عامې روغتيا وزير ډاکتر فيروز الدين فيروز دغه غوښتنې ته لبيک ووایه، خو زياته يې کړه چې د روږدو د درملنې يو بنسټيز شرط دا دى چې هغوى بايد خپله له درملنې سره لېوالتيا ولري؛ ځکه چې دغه درملنه په زور نه کېږي.
فيروز زياته کړه: ((که چېرته دغه شخص[خسرو] په خپله خوښه حاضر شي، نو چمتو يو چې له نشه يي توکو سره د مبارزې مرکزونو کې يې د درېيو مياشتو لپاره تر درملنې لاندې ونيسو.))
خو خسرو وويل چې د اوس لپاره چمتو نه دى چې د درملنې لپاره روغتيايي مرکز ته ولاړ شي؛ ځکه چې هره ورځ درې ګرامه نشه يي توکي کاروي او بايد د درملنې مرکز ته له تګ وړاندې دغه کچه را ټيټه کړي.
پژواک ونه توانېده چې د تاج محمد پته پيدا کړي، هغه شخص چې خسرو يې قاچاقبر بولي او وايي چې دغه شخص ده او کورنۍ ته يې دا ټول ستونزې ور پېښې کړې او ممکن د انساني قاچاق له لارې يې د ګڼ شمېر خلکو ژوند ور تباه کړى وي.
له بلې خوا ايراني چارواکو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
اوسمهال په ټول افغانستان کې څه باندې درې ميليونه کسان پر نشه يي توکو روږدي دي.

شریک یي کړئ!