آریانانیوز: صفی الله امیری د کندوز ولایتی شورا معاون د یوی مر کې په ترځ کی وویل. چی قرغان تپه سیمه اوس د مخالفینو په لاس کې قرار لری، مرستندویه ځواکونه سیمی ته رسیدلی خو تراوسه نښته د دواړو لورو ترمنځ نه دی ترسره شوی.
ښاغلی امیری زیاته کړه چی ډیر امنیتی ځواکونه لاپته دی او قرغان تپه سیمه د طالبانو په لاس کې دی.
له بل لوری کندوز خبرنګاران ټولنیز صفحو کې لیکلی دی چی تیره شپه طالبانو یو تهاجمی برید کې د امام صاحب په ولسوالی کې ۲۰ تنه پولیس سرتیری په شهادت رسیدلی او ۲۰ تنه نور دولت مخالفینو په لاس اسیر شوی دی، په دی نښته کې څو امنیتی پوستی هم سقوط کړی دی.