برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۳۱ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په کابل کښې د داعش ۴ بریدګر وژل شوی او ۵ یې ژوندي ونیول شول

آریانانیوز: په کابل کې د نېټو غوڅ ملاتړ لخوا په خبرپاڼه کښې راغلي، چې دا ډول بریدونه د ولسمشر غني د اختر وینا ګډه وډه کړه، خو دافغانانو اراده نه شي ګډه وډه کولی.


سرچینې زیاته کړې، د نېټو د معلوماتو له مخې وسله والو مخالفینو د کابل ښار د اتمې حوزې له مربوطاتو څخه شاوخوا ۳۰ راکټونه توغولي وو. ناټو ویلي، چې د افغانستان د پولیسو د ۲۲۲ ځانګړې قطعې سیمه تشخیص کړه او د ایم ډی ۵۳۰ چورلکې په وسیله یې پرې برید وکړ، چې له امله یې څلور وسله وال بریدګر ووژل شول او پنځه یې ژوندي ونیول شول.
سرچینې زیاته کړې، چې په دې عملیاتو کې د نېټو د روزنې ماموریت لخوا له افغان ځواکونو سره ملګرتيا کیدله، خو په عملیاتو کښې دوی ته کوم زیان نه دے اوښتی. دغې خبرپاڼې د راکټي حملې د احتمالي مال او سر تاوانونو په اړه هم څه ونه ويل. د نېټو دغه خبرپاڼه په داسې حال کښې په کابل پرونے راکټي بريد له داعښ ترهه ګرې ډلې سره تړي چې تراوسه د دغې حملې ذمه واري چا ډلې په غاړه نه ده اخېستې.

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي