برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۸ آبان , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

په پاکستان کې تر ۱۰۰۰ ډېر افغانان بندیان دي

آریانانیوز: خبري سرچینو ویلي چې د پاکستان په کراچۍ ښار کې شاوخوا زر افغان بندیان دي.


ځايي سرچینو اعلان کړی، چې د پاکستان په کراچۍ ښار کې د ښځو او ماشومانو په ګډون شاوخوا زر تنه افغان بندیان دي، چې په دې وروستیو کې د کراچۍ پولیسو له دې ډلې ۳۱۳ تنه د قانوني اسنادو د نه لرلو په تور نیولي دي.

دې سربېره په کراچۍ کې مېشت افغانان ادعا کوي، چې د قانوني اسنادو لرلو سره سره پولیس دوی نیسي او ترې پیسې اخلي.

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي