آریانانیوز: د ملي امنیت عمومي ریاست په یوه اعلامیه کې په ننګرهار ولایت کې د داعش ترهګرې ډلې د اوو غړو د نیولو اعلان وکړ...
دغه وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي ، چې دغو کسانو غوښتل په ننګرهار ولایت کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ، قومي مشرانو او مخورو شخصیتونو په ګډه غونډه برید وکړي.
د خبرپاڼې په وینا ، محمد رحیم ، چې د قاري قاسم په نوم پیژندل کیږې او په ننګرهار کې د داعش ښاري بمونو مسول و ، هم د عملیاتو په جریان کې نیول شوی دی.