برخه -څانګه : accidents, afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : سه‌شنبه, 10 آگوست , 2021 لنډ لینک :

په تیرو دوو میاشتو کې، ۸۰ زره ماشومان په افغانستان کې بې ځایه شوي دي

آریانانیوز: د ماشومانو ژغورنې نړیواله اداره وايي په تېرو دوو میاشتو کې ،80 زره ماشومان په افغانستان کې بې ځایه شوي چې خواړه ، سرپناه او روغتیايي پاملرنې ته اړتیا لري.


دې ادارې زیاته کړې چې په افغانستان کې په سلګونو زره نور ماشومان د خوړو د کمښت او وچکالۍ له امله په کمپونو کې په سخته خوارځواکۍ اخته دي.

د ملګرو ملتونو د یوه راپور په حواله ویل شوي چې په تیرو دوه میاشتو کې ، په افغانستان کې لږترلږه ، ۱۳۰ زره خلک د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي ، چې ۶۰ سلنه یې ماشومان دي. په ټولیز ډول ، په تیرو ۱۲ میاشتو کې ۳۶۲ زره ماشومان په افغانستان کې بې ځایه شوي دي.

د ماشومانو د ژغورنې نړیواله اداره وايي چې ۵٫۷ میلیونه ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي د لوږې له ګواښ سره مخ دي او افغانستان په نړۍ کې د لوږې له پلوه دوهم لوی هیواد دی.

دې سازمان زیاته کړه دا هم ممکنه ده چې په افغانستان کې له پنځو کلونو کم عمره نیمایي ماشومان په خوارځواکۍ اخته وي.

شریک یي کړئ!