آریانانیوز: د طالبانو د ډلې مشر په افغانستان کې د فیسبوک د محدودولو یا بندولو امر صادر کړی دی.
د طالبانو د ډلې مشر د دغې ډلې کابینې ته دنده سپارلې چې په افغانستان کې د فیسبوک د محدودولو یا بندولو لپاره پلان جوړ کړي.
ملاهبت الله اخندزاده د دې ډلې کابینې او د مخابراتو، ټکنالوژۍ، اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو ته امر کړی، چې د فیسبوک د محدودولو یا بندولو لپاره طرحه جوړه کړي.
طالبانو په افغانستان کې د واک تر لاسه کولو وروسته د رسنیو پر فعالیتونو ډېر محدودیتونه ولګول.