برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۱۸ آذر , ۱۴۰۰ لنډ لینک :

په افغانستان کې د تېرو دوو لسیزو د لاسته راوړنو د له منځه وړلو مسوول څوک دی؟

آریانانیوز: په کابل کې د امریکا پخوانی سفیر وايي، د امریکا د ولسمشرانو ناسمې پرېکړې د دې لامل شوې چې د محمد اشرف غني په مشرۍ حکومت سقوط وکړي او افغانستان له یوه نامعلوم برخلیک سره مخ شي.


په کابل کې د امریکا پخواني سفیر هوګو لارنس په دې وروستیو کې ویلي چې هېواد یې له افغانستان سره خپل مسوولیتونه نه دي پوره کړي. لارنس ټینګار کړی، چې امریکا له افغانستان او د دغه هېواد له خلکو سره خیانت کړی، چې دا یو نه بښونکی جنایت دی.

په کابل کې د امریکا پخواني سفیر زیاته کړه چې د افغانستان په اړه د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ناسمې پرېکړې او د امریکا د اوسني ولسمشر جوبایډن له لوري د ټرمپ د ماموریت دوام د محمد اشرف غني په مشرۍ د حکومت د سقوط لامل شوی دی او افغانستان له یوه نامعلوم برخلیک سره مخامخ کړی دي.

په همدې حال کې د امریکا پخواني ډیپلوماټ په افغانستان کې د تېرو دوو لسیزو د لاسته راوړنو له منځه تلل مایوسه کوونکي بللي او امریکايي چارواکي یې مسوول بولي.

په هرصورت، تر دې مخکې د امریکا پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ فاکس نیوز ته ویلي وو چې له افغانستانه د امریکا وتل د امریکا په تاریخ کې تر ټولو شرموونکې پاڼه وه چې د ده په خبره یې مسوولیت د اوسني ولسمشر جوبایډن پر غاړه دی.

په کابل کې د امریکا پخواني سفیر دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې له افغانستانه د امریکايي او ناټو ځواکونو په وتلو سره دغه هېواد له یوه مبهم برخلیک سره مخامخ دی.

شریک یي کړئ!