آریانانیوز: دیورپوټ له مخی پر ولایت کې د ملکي کسانو پر کور د هاون مرمۍ لګېدو له کبله د یوې کورنۍ دریوو غړو ژوند له لاسه ورکړی او ۵ تنه نور ټپیان دي
د پروان د والي ویانده، وحیده شهکاروايي چې دغه هاوان د دخکومت مخالف وسلوالو لخوا سیاه ګرد ولسوالۍ جوي دختر کلي کې د حکومت اځوکونو پر پوستې ویشتل شوی وو چې پر یوه کور لګېدلی دی
په همدې حال کې د قربانیانو د کورنۍ غړو تېره ورځ د کابل ـ بامیان لاره د څو ساعتونو لپاره د اعتراض په ډول وتړله او ادعا یې وکړه چې دغه هاوان د افغان ځواکونو لخوا ویشتل شوی دی.
هغو د پېښې عاملانو ته د سزا ورکړې غوښتنه کړې
د پروان ولایت د سیاه ګرد ولسوالۍ امنیه قومندان، حسین شاه مقصودي څرګندوي: پولیسو په دې تړاو څېړنې پیل کړې دي او وروسته به مالوماتو له رسنیو سره شریک شی
دیادوی وړدی چی طالبانو په پېښه کې لاس لرل رد کړي دي.