برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۱۸ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

پرآمریکا دافغانستان د پارلیمان دیوغړی سخته نیوکه

آریانانیوز: د پارلیمان غړی ښاغلی عبدالودود پیمان دیوی مرکی په ټرځ کی ټینګار وکړ امریکا د افغانستان په داخلی چارو کې په لاس وهنې سره اجازه نه ورکوی چی په دغه هیواد کی حقیقی ډیموکراسۍ اجرا شی .



ښاغلی پیمان وویل ډیموکراسی ، لویدیځ سیاست دې او هر وخت چی لویدیځ وغواړی چی په یوه هیواد کی لاس وهنه وکړی اوخپلواکی یې له مینځه یوسی نو د دیموکراسی په پلمه په هغه هیواد کی لاس وهنه کوی .
هغه زیاته کړه په افغانستان کی د امریکا ډیموکراسي یوه دسیسه او دوکه ده او د انګلستان او امریکا په شمول لویدیځ هیوادونه په افغانستان کې اډې لری او په خپلو ګټو پسې دی او اجازه نه ورکوی چی په دغه هیواد کی حقیقی ډیموکراسي اجرا شی .
د افغانستان د پارلیمان دغه غړی جوته کړه تر هغه وخته چی په افغانستان کی بهرنی لاس وهنه وی حقیقی دیموکراسی به اجرا نشی . د افغانستان د سیاسی چارو یوه بل کارپیژاندی ښاغلی وحید مژده هم زمونږ سره په خبرو کی ټینګار وکړ هغه ډیموکراسی چی امریکا یې ادعا کوی غواړی په افغانستان کی رامینځټه کړی ، یوه غیر حقیقی ډیموکراسی ده چی د افغانستان د ملت باور پرې نشته او یوازې د امریکا او نورو لویدیځو هیوادونو هدفونه او ګټې پوره کوی .

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي