د پاکستان د دفاع وزیر وايي، هیچا ته اجازه نه ورکول کېږي چې له افغان حکومت سره مستقیمې خبرې وکړي.
د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف له طالب چارواکو سره د مخامخ خبرو لپاره د خیبر پښتونخوا د دفاع وزیر علي امین ګنډاپور څرګندونې په کلکه وغندلې.
پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د پاکستان د دفاع وزیر د خیبر پښتونخوا د اعلی وزیر او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې د دغه هېواد پر فدرالي نظام برید ګڼي.
د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت اعلی وزیر ويلي دي چې په افغانستان کې له طالب چارواکو سره مستقيمې خبرې کوي او د اسلام اباد سياستونو ته توجه نه کوي.
د دغه راپور له مخې ګنډاپور زیاته کړې چې هره ورځ یې خلک وژل کېږي او دا حالت نور د زغم وړ نه دی.