برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۸ فروردین , ۱۴۰۳ لنډ لینک :

ټرمپ: له افغانستانه د امریکا وتل تر ویتنام بد وو

د امریکا پخواني ولسمشر ویلي، چې له افغانستانه د امریکا وتل د ویتنام په پرتله ډېر بد پوځي عملیات و.


د امریکا د متحده ایالاتو پخوانی ولسمشر او د دغه هیواد د ۲۰۲۴ کال د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د جمهوري غوښتونکي ګوند کاندید ډونالډ ټرمپ د ویرجینیا په ریچمنډ ښار کې په یوه انتخاباتي غونډه کې وویل چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل د ویتنام په پرتله په خورا بد پوځي فعالیت سره ترسره شول.

دغه جمهوري غوښتونکي کاندید بایډن احمق وباله او زیاته یې کړه چې د امریکا ولسمشر هغو هېوادونو ته امریکايي پوځیان لېږي چې پخپله یې تر اوسه نه دي اورېدلي.

ټرمپ تر دې مخکې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو پر وتلو نیوکه کړې وه.

په همدې حال کې د امریکا په راتلونکو انتخاباتو کې د جمهوري ریاست بلې کاندیدې نیکي هیلي هم ویلي چې له افغانستانه د خپل هېواد د پوځ وتل د واشنګټن متحدینو او دښمنانو ته یو غلط پیغام واستاوه.

هغه د روسیې او اوکراین جګړې، د اسرائیلو او حماس ترمنځ جګړې، د شمالي کوریا له خوا د بالستیک توغندیو د ازموینو زیاتوالي او پر امریکايي بنسټونو د چین سایبري بریدونو ته په اشارې سره وویل چې دا ټول په افغانستان کې د هغه هېواد د ناکامۍ پایله ده.

هیلي زیاته کړه: نړۍ په ریښتیا په اور کې ده. هیڅ تېروتنه مه کوئ، که موږ په افغانستان کې دا ناکامي نه وای کړې، نو هیڅ یوه پیښه به نه وه.

باید وویل شي، چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو له وتلو او طالبانو د افغانستان د کنټرول له ترلاسه کولو وروسته بایډن د امریکايي سیاستوالو له خوا له سختو نیوکو سره مخ شوی دی.

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي