برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۳ تیر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

ولسي جرګې د ټاکنو د ممکنه ځنډ سره مخالفت

د ځينو هغو راپورونو له خپرېدو وروسته چې ګواکې حکومت د ټاکنو د ځنډولو هوډ لري، ولسي جرګې توند مخالفت ښکاره کړ.


د ولسي جرګې په پرونی غونډه کې د جرګې غړو د حکومت له لوري د ټاکنو ځنډول ناانصافي وبلله او کلک مخالفت يې وښود.
د وکیلانو په وینا دوی ته هم اوازې رسېدلې چې حکومت نیت لري راتلونکې پارلماني او د ولسوالیو شوراګانو ټاکنې وځنډوي.
د دوی په خبره حکومت باید د ټاکنو ځنډ ته پلمې پیدا نه کړي، که نه د ولس له غبرګون سره به مخ شي.
د ټاکنو کمیسیون د پارلماني او ولسوالیو شوراګانو د ترسره کېدو لپاره کره نېټه د روان کال د تلې میاشتې ۲۸مه ښوودلې ده.
دا په داسې حال کې دی چې د نوم لیکنې پر بهیر، د ټاکنیزو مرکزونو حوضو د نه وېش او ګڼو نورو ستونزو له امله د راتلونکو ټاکنو د شفافیت لپاره هیلې مړاوې شوې دي.

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي