برخه -څانګه : afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۵ اردیبهشت , ۱۴۰۳ لنډ لینک :

نعیم وردګ: افغانستان اینټرنیشنل یو جاسوسي چینل دی

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال ویلي، له «افغانستان انټرنیشنل» سره هر ډول اړیکې جرم دی.


په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال د افغانستان اینټرنیشنل کانال دښمن او جاسوس وباله او ټینګار یې وکړ چې له دغه چینل سره هر ډول اړیکې جرم دی.

محمد نعیم وردګ د ایکس مجازی پاڼې په اړه د افغانستان د سرپرست حکومت پرېکړې ته په اشارې سره چې په دغه هېواد کې یې د افغانستان انټرنیشنل راډیو او ټلویزیون پر فعالیت بندیز ولګاوه، زیاته کړه: له دې رسنۍ سره هر ډول مجازي تعامل او اړیکه جرم دی او قضایي تعقیب لری.

هغه زیاته کړه: د «افغانستان انټرنیشنل» په نوم رسنۍ د هیواد او نظام د دښمنۍ او جاسوسۍ رسنۍ په توګه پیژندل کیږي.

د افغانستان د سرپرست حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د رسنيو د سرغړونې کميسيون د افغانستان اینټرنیشنل راډيو او تلويزيون خپرونې له افغاني او ديني ارزښتونو سره په ټکر کې وبللې او په افغانستان کې یې د دغې شبکې فعالیتونه منع اعلان کړل.

د افغانستان موقت حکومت د دغې شبکې کړنې د شخصیت وژنې او بدنامول، د خبرونو تحریف، د رواني امنیت ګډوډول، قومي تعصباتو ته لمن وهل او د بغاوتونو د غوړولو په برخه کې د دغې پرېکړې د لاملونو په توګه اعلان کړې دي.

دغه کمیسیون له شنونکو او کارپوهانو وغوښتل چې له دې رسنۍ سره له هر ډول همکارۍ ډډه وکړي او خلکو ته یې امر وکړ چې د خپل دیني او ملي مسوولیت په ترسره کولو کې دې له دې شبکې سره مقاطعه وکړي.

افغانستان اینټرنیشنل چې د ایران اینټرنیشنل شبکې یوه فرعي څانګه ده، په ۲۰۲۱ کال کې د کابل له سقوط وروسته په فعالیت پیل وکړ.

 

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي