آریانانیوز: اغلې یورش دماسترۍ سند د امریکا متحده ایالاتو له اکرن پوهنتون څخه د سودا ګریز مدیریت په څانګه کې اخیستی او لیسانس سند یې دهندوستان له پونې پوهنتون څخه د اقتصاد په څانګه کې تر لاسه کړی دی.
میرمن مقدسه یورش تردې مخکې په اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمیسیون کې کمیشنره وه.
اغلې یورش اداري اصلاحاتو کمیسیون ته د کمیشنرې په توګه تر راتګ مخکې په کابل ښاروالۍ کې د بشري سرچینو د رئیسې په توګه دنده پر مخ بیولې ده.