برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۲ مهر , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

مجاهد: که د اسلام اباد ګواښونه عملي شي، ځواب به ورکړو

د طالبانو ویاند په افغانستان کې دننه د پوځي عملیاتو په اړه د پاکستان د ادعا په اړه غبرګون وښود.


د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په افغانستان کې د پوځي عملیاتو په اړه د پاکستان د موقت حکومت د لومړي وزیر د ادعا په غبرګون کې ویلي: دا خبر مې نه دی اورېدلی چې د پاکستان لومړي وزیر ویلي وي، خو د افغان خاورې پر ضد د پوځي اقدام په صورت کې به کابل د افغانستان د ساتنې لپاره ځواب ورکړي او پاکستان ته زموږ مشوره دا ده چې خپل مسایل په کور دننه حل کړي او له بې ځایه تورونو دې ډډه وکړي.

د پاکستان د موقت حکومت لومړي وزیر په یوه مرکه کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا پاکستان به د اړتیا په صورت کې په افغانستان کې پوځي اقدام وکړي، وویل:
د اړتیا په صورت کې د پاکستان د ګټو د ګواښلو په خاطر په افغانستان کې دننه پوځي عملیات کولای شي.

شریک یي کړئ!